دا د هغې نجلۍ کیسه ده چې د هیلو ډيوې یې د جبر او ظلم محدویتونو خاموشه او د ژوند ګلونه یې ورژول.
دا یوازې د یوې افغانې نجلۍ کیسه نه ده، بلکې په زر هاوو داسې افغان نجونې دي چې غږ يې تر ابده چوپ کړای شوی پرته له دې چې څوک یې واوري.
موږ د هغې اصلي نوم نه اخلو، خو دلته ورته د «نظیفې» مستعار نوم کاروو.
نظیفه یوه له هغو افغان نجونو څخه وه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې ټولې هغې هیلې چې درلودې کمرنګه شوې.
هغه د کابل ښار په یوه ښوونځي کې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.
نظیفې د کانکور ازموینې ته چمتو والی هم نیوه.
هغې به کله چې بې وزله خلک لیدل ډیر به یې زړه ځوریده.
تل به یې ویل، زه ډاکټره کېږم، په معاینه خانه کې یوه ورځ بېوزلو خلکو ته ځانګړې کوم، له هغوی هیڅ فیس نه اخلم، که مې وس و ان د دوا پيسې یې هم له خپله جیبه ورکوم.
ښوونځي د کووید-۱۹ ناروغي له امله بند و، د کلنۍ ازموینې له اخیستو وروسته ښوونځي رخصت شول.
نظیفې د وخت نه په استفادې د دولسم ټولګي کتابونه هم ولوستل، د شپې تر دوو بجو به ناسته وه او درسونه یې ویل، کورنۍ یې له دې کار سره مخالفه وه، ویل به یې چې کانکور ته وخت لا ډېر دی، خو نظیفې به یې ځواب کې ویل، زه غواړم د کانکور په ازموینه کې تر ټولو لوړه نمره وګټم.
ژمی تېر شو، د حمل میاشتې دویمه نېټه وه، نظیفه تر هرې ورځې ډېره خوشحاله برېښېده، په سپين مخ یې د باړخوګانو ګلابي رنګ ډير ښکلی ښکاریده.
تورې غټې سترګې یې له خوشحالۍ ځلېدلې.
د تېر کال یونیفورم یې اغوستی و. په خوشحالۍ له کوره ووته څو له خپلې ملګرې سره ښوونځي ته ولاړه شي.
خو یو ساعت لا نه و وتلی چې نظیفه په ژړا انګړ ته ننوته، ګلابي او سپين مخ یې تک سپين اوښتی و، سترګې یې له ژړا سرې وې.
مور او خور یې ور منډه کړه، نظیفې په ژړا ژړا وویل هر څه ختم شول، نور نه مکتب شته نه درسونه، نه راتلونکی، طالبانو ظالمانو مکتوبونه بند کړل… ژړا یې زور واخیسته، خور یې چې په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه سوړ اسویلی یې وایست، ته به وایې دمه یې له پښو وتلې، د انګړ په صوفې کېناسته.
مور یې حیرانه وه څه ووايي، د څو شیبو لپاره خو غلې وه، بیا یې د هرې بلې مور په څېر نظیفې ته ډاډ ورکړ چې خدای مهربانه دی ښوونځي به بیا پیل شي، اوس هغه تېر وخت نه دی، د یو څو ورځو لپاره به یې بند کړي وي.
د خور په زړه کې یې یوه ویره پیدا شوه، په یوې شیبه کې یې ډیر څه په ذهن کې وګرځید،
هغې چې د نجونو په ښوونځي کې تدریس کاوه اندیښمنه وه چې که د نجونو پر مخ ښوونځي بند شي نو هغه به هم بیکاره شي.
هغه خفه وه چې د کور مصرف به څنګه پوره کوي، ځکه پلار یې سپين ږیری و او یو وړوکی دوکان یې درلوده خو د کور مصرف پرې نه پوره کیده.
خو له دې موضوع نه زیاته نظیفې ته یې زړه دردیده، ځکه پوهیده چې نظیفه له درسونو او ښوونځي سره لیونۍ مینه لري.
خور یې لیده چې کله به نظیفه له درسونو بیکاره شوه، د مثنوي معنوي کتاب به یې په غیږ کې واخیست، ټيکری به یې په سر کړ او د هیندارې مخې ته به ودرېده، بیا به یې ویل د طب کتابونه هم همداسې پېړ پېړ دي، بیا به یې همداسې په لاس کې اخلم او ځم به…
خور یې وايي نظیفې له لسم صنف راهیسې ورځې او شپې شمېرلې، چې کانکور ازموینې او بیا وروسته له هغه پوهنتون ته څومره وخت پاتې دی.
نږدې خپلوان د هغې له هیلې خبر و. ماما به یې چې کله د دوی کور ته ورته نظیفې ته به یې ډاکټر صیب غږ کول.
نظیفه به موسکۍ شوه، ښایسته سپين غاښونه به یې له ښکلیو شونډو راښکاره شول، له دې خبرې یې ډیر خوند اخیسته، زړه کې به یې ګوړي ماتولې، سترګې به یې داسې بريښیدې لکه د راتلونکې لپاره د هغې د هیلو رڼا چې پکې ځلیږي.
خو هغه ورځ چې نظیفه په ژړا کور ته راغله داسې ښکاریده لکه د سترګو ځلا یې چې مړاوې شوې وي.
ورځې او شپې تېرېدې، میاشتې کلونو ته واوښتل، خو د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شوې.
نظیفه نوره نو هغه پخوانۍ نجلۍ نه وه، رنګ یې زیړ اوښتی و، په ورځو ورځو به یې د کتابونو مخ هم نه خلاصول، نه یې هغه خندا وه او نه مستي، نه یې هم د مثنوي کتاب په لاس کې نیوه.
له چا سره سمه نه غږېده، د کور کارونو کې یې هم برخه نه اخیسته.
کورنۍ يې ډېره هڅه کوله چې هغه له دې حالته وباسي، ملګرې به یې راغلې خو نه یې هغوی سره سمې کيسې کولې او نه یې هم د درسونو په اړه څه ویل.
ته به وایې دنیا هغې ته ختمه شوې وي.
ورو ورو بې اشتها شوه، سمه ډوډۍ یې نه شوه خوړلی.
کورنۍ یې هغه یو اروا پوه ته ور وستله، هغې وویل هغه خپګان سره لاس او ګریوان ده، دوا یې ورکړه، خو دوا ورسره مرسته ونکړه، ورځ تر بلې ډنګرېده.
ورځ تر بلې کمزورۍ او مړاوې کیده.
بل ډاکټر ته یې بوتله، هغه یې ورته دوا بدله کړه، ددې لپاره چې خوب یې منظم شي د خوب دوا یې هم ورکړه.
یوه ورځ د سهار لس بجې وې د نظیفې پلار د هرې ورځ په څیر دوکان ته ولاړ.
سره له دې چې ډيری ښوونکي له دندو ګوښه شوي وې خو خور یې لا هم برحاله ښوونکې وه، نو ځکه هغه ښوونځي ته د تدریس لپاره تللې وه، خو نظیفه لا هم ویده وه، مور یې کوټې ته ورننوتله، زړه یې ونشو غږ پرې وکړي، له ځان سره یې وویل، ډېر وخت یې سم خوب نه دی کړی، ویده دې وي او له کوټې ووته.
خو بیا د غرمې دولس بجې شوې، مور یې بیا ورغله چې ویښه یې کړي، ځکه چې د دوا وخت یې تېرېده او څه یې نه و خوړلي، خو کله چې پرې غږ یې وکړ، نظیفه ويښه نه شوه، د مور لاسونه او پښې یې په رېږدېدا شوې، نږدې ورغله، ویې لیده چې د نظیفې ساه کرار کرار وه، یو څه ارامه شوه او بیا یې پرې غږ وکړ.
خو په دې شیبه کې یې د کوټې طاقچې ته پام شو، په طاقچه کې یې د نظیفې د دوا خالي پاکټونه ولیدل، وارخطا شوه، په نظیفې یې غږ وکړ هغه یې وښوروله، خو هغه هماغسې بې هوشه پرته وه، موبایل یې واخیست، لاسونه یې ریږېدېدل، په رېږدېدو لاسونو یې د مشرې لور نمره ډایل کړه، په داسې حال کې چې غږ یې رېږدېده، ویې ویل، نظیفه تر اوسه نه ده ويښه، غږ کوم ځواب نه راکوي. طاقچې کې یې د ګولیو خالي پاکټونه دي. بس همدومره یې وشو ویلای او موبایل یې کېښود.
په داسې حال کې چې له لاس او پښو یې دمه ختمه وه اوبه یې راوړې او د نظیفې پر مخ یې وشېندلې، اوبه لکه د مرغلرو دانې يې پر مخ روانې وې خو نظیفه ويښه نه شوه.
مور یې په وارخطایي له کوره کوڅې ته ووتله، د نظیفې د پلار دوکان ډیر لرې نه و د کوڅې په سر کې و، هغه یې خبر کړ.
سپين ږیری پلار یې په وارخطایي ګوډ ګوډ روان شو، د هغه یوه پښه په جګړه کې پرې شوې وه، هڅه یې کوله چې زر ځان کور ته ورسوي.
مور یې چیغې وهلې، چې تباه شومه په لور مې څه شوي، اوښکې یې له سترګو بهېدلې. خور یې هم ځان ژر کور ته ورساوه، نظیفه یې د ګاونډي په موټر کې روغتون ته ورسوله.
کله چې نظیفه روغتون ته وروړل شوه عاجلې څانګې ته انتقال شوه،
هلته داکتران د نظیفې شاوخوا ته راټول وو کورنۍ یې اندیښمنه وه، خور یې د دوا پاکټونه ډاکتر ته وروښودل چې له هغوی سره په تشخیص کې مرسته وکړي.
ډاکټرانو د هغې معده پریمينځله، خو نظیفه لا هم بې هوشه وه.
د نظیفې وضعیت ښه نه و ځکه اي سي یو ته یې انتقال کړه.
کورنۍ یې په تمه وه او دعا یې کوله چې هغه ژر په هوش راشي.
د مور رنګ یې سپین اوښتی و شنډې یې وچې وې او بې دمه لاسونه به یې هره شیبه دعا ته پورته کیده چې لور یې ښه شي.
نظیفه له دولس ساعتونو وروسته په هوش راغله، خور یې وايي کله چې هغې ورو ورو سترګې خلاصې کړې او شاوخوا یې ولیده لومړنۍ خبرې یې چې وکړې هغه دا وې چې، ولې زه ژوندۍ یم؟ د څه لپاره ژوندۍ یم؟ ولې مړه نشوم؟ زه نه غواړم ژوند وکړم.
کورنۍ یې هڅه کوله هغه آرامه کړي.
مور یې په ژړغوني غږ نظیفې ته وویل دومره دې فکر ونکړ چې په مور او پلار به دې څه وشي؟ بې تا به څه کوو؟ د مکتب د دروازو په بندېدو خو ژوند ختم نه دی، مکتب به بیرته شروع شي.
پلار یې ورته وویل لورکۍ یوازې ته خو له درسونو پاتې نه یې، لکونه نجونې له زده کړو پاتې دي، خو هغوی هیله نه ده بایللې.
نظیفې یې په ځواب کې ویل، خو زه داسې ژوند نه غواړم، هر څه ختم دي.
وروسته له دې چې د نظیفې وضعیت یو څه ښه شو هغه یې کور ته راوستله، ټولې دواوې یې ورنه پټې کېښودې، د دوا وخت کې به یې یا خور یا هم مور دوا ورکوله، ځکه ډارېدې چې بیا ډېرې دواوې ونه خوري.
په دې کې څو میاشتې ووتې، خور یې وايي هر چا به چې د یوه ښه ډاکټر نوم اخیسته موږ به نظیفه هلته بیوله په دې هیله چې روغه شي، خو داسې برېښېده چې هیڅ دوا ورباندې اثر نلري.
ځکه هغه ښايي د وجود له دننه څخه ماته شوې وه او هیڅ درمل د هغه درد دوا نه شو کیدای کوم درد چې نظیفه د ښوونځیو د بندیدو وروسته ورسره لاس او ګریوان وه.
ورځې تېرېدې د ۱۴۰۴ کال د حمل میاشتې دریمه نېټه وه، په هغه ورځ نظیفه یو څه خوشحاله معلومیده، کورنۍ یې هم ورته خوشحاله وه.
له یو څه ځنډ وروسته نظیفه دسترخوان ته کېناسته او له مور، خور او پلار سره یې یو ځای ډوډۍ وخوړله.
نظیفې یې خور ته وویل، زه غواړم ښوونځي ته ولاړه شم.
خور یې خوله راټوله کړه چې څه ووايي، خو نظیفې وار ترې ړومبی کړ، هو پوهیږم ښوونځي نشته، په نوم مسلمانانو بند کړي، خو زه ځم چې ټولګی مې وګورم، څنګه دی؟ آیا په مونږ پسې خفه شوی؟ یو ځل په هغه څوکۍ کینم بیا بیرته ژر کور ته راځم.
خور یې ورسره ومنله.
نظیفې اوږده چپنه او ماسک واغوست، خور سره روانه شوه.
په لاره کې یې بیا د درسونو خبرې راواخیستې، د خپلو خورلڼو او ټولګیوالو د شوخي قصې. دا ټولې خاطرې یې له خور سره شریکه کړې. خور یې خوشحاله وه، چې نظیفه بیرته ژوند ته راګرځېدلې، بیرته د پخوا په شان کیسې کوي.
دواړه ښوونځي ته ورسېدل، د دروازې په خوله کې د ښوونځي صفا کاره ناسته وه، هغې چې نظیفه ولیده مسکۍ شوه، نظیفه ټولو پيژندله ځکه د ښوونځي عمومي اول نمره وه او په څيره هم ډېره ښکلې.
صفا کارې سره یې روغبړ وکړ او په فارسي ژبه یې ورته وویل، راغلې یم چې مکتب ووینم، ډيره پسې خفه یم، په تیره زمونږ ټولګي پسې.
که ظالمانو ښوونځي نه و تړلي اوس به د طب په دریم صنف کې وم.
صفا کارې ورته ډاډ ورکړ چې خیر بیا به یې ووایې دا حالت تر پایه نه پاتې کیږي.
نظیفې یې خور ته وویل ته ورشه خپل ښوونځي ته دې. زه له ترور سره خبرې کوم بیا خپله ځم کور ته.
خور یې د لومړني یا ابتدايي ښوونځي ښوونکې وه کوم چې ددوی لیسې ته نږدې و. خور یې ورسره خدای پاماني وکړه او د ښوونځي له انګړه ووته.
نظیفه خپل تش ټولګي ته ولاړه، غوښتل یې په چیغو چیغو وژاړي، خو ویې نشو ژړلی. لاس یې خپل ستونې ته يووړ داسې یې فکر وکړ چې په ستوني کې یې څه غوټه شوي. څو شېبې په خپلې څوکۍ کېناسته، توري تختې ته چې تل به پکښې درسونه لیکل کیدل په ځير وکتلې.
ور روانه شوه، په تورې تختې خاورې ناستې وې، په لستوڼي یې ورته خاورې پاکې کړې. شاوخوا یې وکتل که د تباشیر کومه ټوټه پيدا کړي.
صفا کارې ورته وویل، تباشیر لټوې؟ نظیفې د هو په نیت یواځې سر وخوځاوه.
صفا کاره ووته او شيبه وروسته د تباشیر یوې ټوټې سره د نظیفې مخ ته ودرېده.
هغې تباشیر واخیست، رنګ یې اوښتی و، د صفا کارې ورته پام شو، په مهرباني یې ترې وپوښتل، لورې ته ښه یې؟ اوبه غواړې؟ خو نظیفه د نه په ویلو تختې ته ور وګرځېده.
په تختې یې ولیکل، هر څه مو ختم کړل، تاسو دې خدای ختم کړي! او د مننې په ویلو، زر له ټولګي او بیا له ښوونځي ووته.
ډېره ژر ژر روانه وه، ته به وایې څوک یې زغلوي، کور ته ولاړه، مور یې د کور په کارونو لګیا وه کله چې یې د نظیفې اوښتی رنګ ولید ویې ویل، بیا دې رنګ ولې الوتی لورې؟ نظیفې وویل نور نو هر څه ختم دي ختم.
مور یې چې یو څه هیلې په زړه کې غوړیدلې وې چې لور به یې ښه شي، د نظیفې د حالت په لېدو ډېره خفه او ناهیلي شوه.
نظیفې ته یې وویل هر څه سمیږي، غرمه نږدې ده ستا لپاره مې لوبیا وخته پخه کړې ، تا ته به یې په قاب کې واچوم ویې خوره.
نظیفې وویل، اوس مې زړه ته نه کيږي وږې نه یم، وروسته به یې وخورم.
په دیوال کې ځوړند ساعت ته یې وکتلې. او ویې ویل خور او پلار سره مې یو ځای خورم، لا یوولس بجې دي، تر هغه ویده کېږم، ستړې یم.
مور یې بیرته د کور په نورو کارونو بوخته شوه.
د غرمې دوولس نیمې بجې وې چې خور یې راغله. مور یې د نظیفې د الوتلي رنګ او خفګان په هکله وویل، خور یې ولاړه چې ويښه یې کړي، خو مور یې وویل ارامه ویده ده پرېږده چې لږه نوره هم ویده شي، چې اعصاب یې ارامه شي، پلار دې چې راغی کتغ به راواخلم بیا به یې راويښه کړو.
دوه بجې شوې، د نظیفې پلار به دا وخت دوکان وتړل او بیا به کور ته راغی، خور یې دستر خوان خور کړ او له مور سره یې مرسته وکړه.
مور یې وویل اوس ورشه او نظیفه راويښه کړه، درې ساعته خوب یې بس دی.
د نظیفې خور کوټې ته ورغله، د نظیفې رنګ تر حده ډېر زيړ برېښېده، شونډې یې هم سپېرې وې.
وارخطا شوه، په زوره زوره یې د نظیفې نوم واخیست د هغې په غږ مور او پلار یې هم ورغلل، خو هر څه چې يې غږ وکړ، نظیفه بیا ويښه نشوه.
په وارخطايۍ یې روغتون ته بوتله، خو ډاکټرانو وویل چې هغې یو ساعت مخکې ساه ورکړې.
د روغتون دهلیزونو کې د نظیفې د مور او خور چیغې خپرې شوې، مور یې په چیغو کې ویل: زما ځوانیمرګې لورې، زما ارمانجنې لورې، زما ډاکټرې لورې!!
د نظیفې سوړ جسد یې په امبولانس کې کورته یووړ.
خور یې له هغه کوټې چې نظیفې ساه ورکړې وه، یو خط وموند، په خط کې یې لیکلي و:
{مور جانې، پلار جانه ما وبخښئ، ما باید دا کار نه و کړی، خو زما هیلې نورې ختمې شوې دي، پسرلي راته د درې کالو مخکې پسرلي یادونه تازه کړل. خورې ته مې د مور او پلار خدمت وکړه. ما نه مور او پلار ته خدمت وکړ نه خلکو او وطن ته.
ما له لارې د موږکو دوا واخیستله، زه پوهیږم دا ځل مې تاسو نشئ ژغورلی. تاسو چې دا خط لولئ زه به نوره نه یم. د ګور په تېږه مې ولیکئ، د زده کړو ارمانجنه نظیفه.}

