د دې برخې په اړه

زموږ د نننۍ برخې مېلمنه «نظیفه» ده؛ هغه افغانه نجلۍ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د ډاکټر کېدو خوب، د زده کړو او د راتلونکي ټولې هیلې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو سره مړې شوې. 

نظیفه د کابل ښار د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه، چې د طب پوهنځي ته د رسېدو لپاره یې شپه او ورځ هڅې کولې. خو د زده کړو د بندېدو وروسته یې ژوند له نا هیلۍ، ژور خپګان او رواني کړاو سره مخ شو.

د نظیفې کیسه یوازې د یوې نجلۍ درد نه بیانوي، بلکې د هغو زرګونو افغان نجونو غږ دی چې د زده کړو له حق څخه بې برخې او راتلونکی یې ترې واخیستل شو.

مېلمنه: «نظیفه» (مستعار نوم)

کوربه: ثنا کاکړ

وخت: ۱۹ دقیقې او ۲۰ ثانیې

ژبه: پښتو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Title
.