
زموږ د نننۍ خپرونې مېلمنه پلوشه کاکړ ده.نوموړې د افغانستان د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مالي او اداري معینه ده او د کلونو راهیسې یې د نجونو د زدهکړو، د ښځو د حقونو، بشري حقونو او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخو کې له بېلابېلو ملي او نړیوالو بنسټونو سره کار کړی دی. هغې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د نجونو د زدهکړو لپاره هڅې کړې او نن هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.په دې خپرونه کې به د اغلې پلوشې کاکړ د ژوند، مسلکي تجربو، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د خاطرو، د نجونو د زدهکړو، د ښځو د حقونو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې واورئ. همدارنګه به هغه د خپلو فعالیتونو ترڅنګ د هغو افغان ښځو کیسې هم شریکې کړي چې له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ شوې دي.
مېلمنه: پلوشه کاکړ
کوربه: ثنا کاکړ
وخت: ۴۰ دقیقې او ۰۳ ثانیې
ژبه: پښتو

«ښځې د ښځې لپاره» یوه پادکاسټ ده چې د هغو افغان ښځو د غږونو ثبت او خپرولو ته ځانګړې شوې چې د طالبانو تر واک لاندې یې ژوند کړی او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. د زندان له تجربو نیولې د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړل کېدو پورې، موږ هغه کیسې وړاندې کوو چې چوپې کړل شوې، له پامه غورځول شوې، یا په قصدي ډول له منځه وړل شوې دي.
© ښځې د ښځې لپاره
2026 | د چاپ حقونه خوندي دي.