له کورونو تر ټولګیو؛ د نجونو د زده کړو لپاره د وږمې توخي دوامداره مبارزه

د دې برخې په اړه

زموږ د پوډکاسټ د لومړۍ برخې مېلمنه وږمې توخي ده.

نوموړې د افغانستان د زابل ولایت اوسېدونکې، د ښځو د حقونو، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو له مخکښو څيرو څخه شمېرل کېږي.

هغې د طالبانو له بیا واکنیدو لا دمخه او کله چې پخپله یوه زده کوونکې وه د نجونو د زده کړو په برخه کې خپل فعالیتونه او مبارزه پیل کړې، چې تر اوسه هم دوام لري.

په نننۍ خپرونه کې به له اغلې وږمې توخي سره د هغې د ژوند، زده کړو، فعالیتونو، مبارزو او هغو ننګونو په اړه خبرې وکړو چې د خپل سفر په اوږدو کې ورسره مخ شوې ده.

همدارنګه به واورو چې هغه د افغان ښځو د راتلونکې، زده کړو او ټولنیز ګډون په اړه څه لیدلوری لري.

نو که تاسو هم غواړئ د یوې الهام بښونکې مېرمنې کیسه واورئ تر پایه له موږ سره پاتې شئ.

مېلمنه: وږمه توخي

کوربه: ثنا کاکړ

وخت: ۳۲ دقیقې او ۱۳ ثانیې

ژبه: پښتو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Title
.