د دې برخې په اړه

زموږ د نن ورځې مېلمنه مدینه مایار، یوه افغانه نجلۍ ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې ژوند کړی او د محدودیتونو هغه دوره یې له نږدې تجربه کړې ده. نوموړې د حقوقو او سیاسي علومو محصله وه او د زده کړو، خپلو هیلو او راتلونکي لپاره یې مبارزه کوله.

هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې ان تر دې چې د حجاب د موضوع له امله د طالبانو له خوا نیول شوې هم ده. د هغې تجربه د هغو زرګونو افغان نجونو او ښځو د ژوند یوه بېلګه ده چې د محدودیتونو، وېرې او ناڅرګند راتلونکي تر سیوري لاندې ژوند کوي.

په دې خپرونه کې مو له مدینې سره د هغې د زده کړو، هیلو، د طالبانو تر واک لاندې د ورځني ژوند، د نیول کېدو د تجربې او له افغانستان څخه د وتلو په اړه خبرې کړي.

مېلمنه: «نظیفه» (مستعار نوم)

کوربه: ثنا کاکړ

وخت: ۱۹ دقیقې او ۲۰ ثانیې

ژبه: پښتو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Title
.