نظیفه جلالی

نظیفه جلالی

نظیفه جلالي خبریاله، د سولې فعاله او د بشري حقونو مدافع ده چې د رسنیو، مدني ټولنې او د ښځو د پیاوړتیا په برخو کې پراخه تجربه لري. هغې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو، زده‌کړو، نړیوالې عدالت غوښتنې او ټولنیزو پرمختیایي پروګرامونو په برخو کې په افغانستان او له هېواده بهر فعالیت کړی دی.
هغه دا مهال د بشري حقونو د مدافعینو د شبکې د رهبرۍ کمېټې د غړې په توګه دنده ترسره کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت او مستند جوړونې په برخه کې کار کوي. په دې دنده کې هغه د کره معلوماتو راټولول، له قربانیانو او شاهدانو سره ژورې مرکې ترسره کول، او د نړیوالې عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي لپاره د دقیقو راپورونو د چمتو کولو مسؤلیت پر غاړه لري.

همدارنګه، هغه د یوې داسې ادارې د مشرتابه غړې ده چې د بېلابېلو ټولنیزو ډلو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا، د ښځو او ځوانانو د ونډې زیاتوالي او د سولې جوړونې د بهیرونو ملاتړ ته کار کوي.

نظیفه جلالي د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د یوې نوښتګرې طرحې له بنسټګرو څخه ده، چې موخه یې د افغانستان دننه او د کډوالو په ټولنه کې، د مهارتونو روزنه، تولیدي فعالیتونه او د ښځو د سوداګرۍ ملاتړ دی.

هغې د افغانستان له سقوط وروسته په ناروې کې د یوې افغان رسنۍ اجرائیوي مشري هم کړې ده او له بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو سره یې د ښځو د حقونو د زده‌کړې، ټولنیزو روزنو، حقوقي سلا مشورو او د پروګرامونو د مدیریت په برخو کې کار کړی دی. د هغې تخصصي برخې د ښځو حقونه، بشري حقونه، مدني زده‌کړې، منځګړیتوب او د وړتیاوو لوړول دي.

نظیفه جلالي د حقوقو په برخه کې د قضا او څارنوالۍ سند لري او د مستند جوړونې، نړیوالې عدالت‌غوښتنې او سیاسي رهبرۍ په برخو کې یې ځانګړې روزنیزې دورې بشپړې کړې دي. هغه دا مهال د بشري حقونو په برخه کې خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

هغه له بېلابېلو ډلو سره د کار، د ټولنیزو پروګرامونو د پلي کولو او له مختلفو ادارو سره د همکارۍ تجربه لري، او په دري، پښتو، انګلیسي، ناروېژي او پامیري ژبو خبرې کوي.

نظیفه جلالي ژمنه ده چې د زده‌کړو، خبرو اترو، مستند جوړونې او نړیوالې عدالت‌غوښتنې له لارې د ټولنیز پرمختګ او د ښځو او زیانمنو ټولنو د حقونو د ساتنې لپاره کار وکړي.

Title
.